کراچۍ کښې نن ضمني ټاکنو پر مهال حالات کړکیچن شوي
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په حلقه این اے 240 کې د ضمنی انتخاباتو په مهال حالات کړکیچن شول او په ډزو کې یو کس وژل شوی او څو نور ژوبل شوی دی.
په لانډهي کې له ډزو وروسته د پولنګ کارمندان له ۵۳ نمبر پولنګ سټېشن څخه وتښتېدل، کله چې کارکوونکي ورک شول، نامعلومو کسانو د رای ورکولو صندوق مات کړل او ځان سره ی دا صندوقونو وتښتول.
سرچينې زياته کړې، چې دوه تر درې ټپيان شخصي روغتونونو ته لېږدول شوي، پنځه ټپيان جناح روغتون ته لېږدول شوي او يو تن مړ شوى دى.
د هسپتال انتظاميې ترمخه د مړه شوي کس شناخت د شپيته کلن سيف الله په نامه یو تن دې.
د جناح هسپتال انتظاميه وائي چې زياتره ژوبل کسان د چړو او يو شمير په ډزو ژوبل شوي دي۔
ياده دې وي چې دغه څوکۍ د ايم کيو ايم پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي اقبال محمد علي په مړينه خالي شوې وه. په ضمني انتخاباتو کې د ایم کیو ایم پاکستان، پاک سرزمین ګوند او نورو ګوندونو کاندیدان په میدان کې دي.