پاکستان او ایران؛ په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بللی دی

0
83

پاکستان او ایران؛ په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بللی دی

ایراني لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې دلته دایمي ثبات تامین شي.

 

(2022 / 6 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه ایران ته سفر کړی دی او هلته یې له خپل ایراني سیال سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.

ایراني لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او تمه لري چې دلته دایمي ثبات تامین شي.

پاکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي او په خبره یې نوي حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي او تر څنګ یې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان بشري محاصره پای ته ورسوي، شتمني یې ازاده کړي او له دغه هېواد سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

Leave a reply