اروپايي ټولنې ویلي چې طالبانو سره باید مذاکرات وشي

اروپایي ټولنې ویلي چې طالبانو سره باید مذاکرات وشي
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزیپ بورېل ویلي چې د بشري حقوقو د پاللو لپاره طالبانو سره باید مذاکرات وشي.
(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزیپ بورېل ویلي چې د بشري حقوقو د پاللو لپاره طالبانو سره باید مذاکرات وشي.
نوموړي ویلي چې ځیني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور ارزوي، د دۀ په وینا چې طالبان باید نړیوالو قوانینو او د بشر حقوقو ته ژمنتیا وښيي.
تر دې وړاندې جرمني خبر ورکړی ؤ چې ډیر ژر به بیرته خپل سفارت افغانستان کې پرانیزي.






