په سومالیا کې په یوۀ برید کې ۱۲ کسه وژلي دي

0
163

په سومالیا کې په یوۀ برید کې ۱۲ کسه وژلي دي

د راپورونو له مخې د سومالیا په پلازمینه موګدیشو کې ځانمرګي بریدګر په یوه رسټورانټ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

 

(2021 / 9 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

د راپورونو له مخې د سومالیا په پلازمینه موګدیشو کې ځانمرګي بریدګر په یوه رسټورانټ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. سرچینه کاږي چې په پېښه کې دوولس کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په وژل شوو کې نظامیان هم شامل دي چې له نږدې ددې نظامي اډې رسټورانټ ته راغلي وو. الشباب ددې برید مسوولیت منلی دی. په وروستیو کې ګڼ افریقايي هېوادونه د ورته نا امنیو، نښتو او ځانمرګو بریدونو شاهدان دي. امریکا هم په وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې په افریقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو خطر لومړۍ درجې ته لوړ شوی دی.

Leave a reply