د عمران خان پخواني حکومت زیاتې قرضې اخستې دي: د خزانې وزیر

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وايي تېر حکومت ريکارډ قرضې واخيستې، تېر کال د بجلۍ نرخونه زيات شوي وو خو نوټيفيکيشن ی اوس راغلی دی.
مفتاح اسماعيل وويل تير حکومت ريکارډ قرض اخستې او سږ کال پرمختيائي بجټ 550 اربه روپۍ دې، هغه اوویل چې راتلونکي کال پرمختيائي بجټ 800 اربه روپۍ ټاکل شوې ده، د ګيس سيکټور ريولنل کريډټ 1500 اربه روپو ته لوړ شوى دى.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د قامي بجټ كنفرنس ته په خپله وينا كښې ووئيل دا بجټ تر ټولو زيات ستائنه كړې شوې ده٬ په بجټ كښې ډېر څه كول پکار دي.
د پاکستان د ټولو لومړي وزیرانو د ټولو پورونو ۸۰٪ عمران خان اخیستي، کله چې ما دا وویل، شوکت ترین وویل ۸۰٪ نه بلکې ۷۶٪، عمران خان ۷۹ سلنه نور پور اخیستی دی.






