پاکستان امریکا کښې د نیشنل بینک په ضد مقدمه کښې بریالۍ شوې
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د ترهګرۍ د تمویل په تور د پاکستان د ملي بانک (نیشنل بینک آف پاکستان ) پر ضد د امریکا مقدمه ګټلې ده.
د لوی څارنوال د دفتر د سرچینو په وینا، پاکستان د نیویارک په فدرالي محکمه کې قضیه ګټلې ده.
د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي، چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر يوه مرکز د بريد په ترڅ کې تر نهو زياتو امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې په اړه يې دوسيې ثبت شوې وې او د پاکستان ملي بانک په ضد د نیویارک په یوه محکمه کښې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور قضیه ثبت شوه.
دسرچينو له مخې دقضيې دلاسه ورکولو په صورت کې به پاکستان ته په ملياردونه ډالره جريمه ورکړي او نيشنل بينک به هم ديواله شي.
سرچينې دا هم ويلي چې د مقدمې د لاسه ورکولو په صورت کې به پاکستان د FATF له سخت غبرګون سره مخ شي.
د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي، چې د ملي بانک قضيه د لويې څارنوالۍ د نړيوالو منازعاتو د څانګې له خوا محاکمه شوې وه، چې په دې قضيه کې د حقوقي ټيم مشري احمد عرفان کوله او د ولسمشر له حقوقي ټيم سره د پاکستان بانک د لويې څارنوالۍ مرسته هم وه.