د بښنې نړۍوال سازمان پر روسیې تور پورې کړی چې اوکراین کې یې خوشه یي بمونه کارولي

کلسټر هغه مهمات دي چې تر چاوديدو وروسته ترې نور واړه بمونه بېليږي او هر يو يې بيا جلا چاودنه کوي. د نړۍ ۱۲۰ هيوادونو د کلستر مهماتو د نه کارولو تړون لاسليک کړی؛ خو روسيه او اکراين په دې هيوادونو کې شامل نه دي.
(2022 / 6 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان یوه نوې څېړنه ښيي چې روسیې د اوکرایین په شمال ختیځ کې پر خارکیف ښار د ړندو بمباریو او په پراخه کچه د منع شویو کلسټر مهماتو په کارولو سره سلګونه ملکي وګړي وژلي دي.
کلسټر هغه مهمات دي چې تر چاوديدو وروسته ترې نور واړه بمونه بېليږي او هر يو يې بيا جلا چاودنه کوي. د نړۍ ۱۲۰ هيوادونو د کلستر مهماتو د نه کارولو تړون لاسليک کړی؛ خو روسيه او اکراين په دې هيوادونو کې شامل نه دي.
د کلسټر بمونو يوه لويه ستونزه دا هم ده چې واړه بمونه يې کله ناکله ناچاودې پاتې کيږي او تر جګړې کلونه وروسته هم مرګ ژوبله اړولی شي.