د خیبر پښتونخوا حکومت بجټ وړاندې کړو
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا د مالي کال 23-2022 لپاره د 1332 اربه روپو بجټ وړاندې کړو.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته د کلنۍ صوبايي بجټ وړاندې کولو په مهال د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا وويل خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ځپلې صوبه وه خو اوس د سرمايه کارۍ په مرکز بدله شوې ده.
تيمور سليم جهګړا وويل د راتلونکي مالي کال لپاره د صوبې بجټ 1332 اربه روپۍ ټاکلې شوې چې د آبادو ضلعو د خرچو تخمينه۱۱۰۹ اربه ټاکل شوې ده او د د ضلم قبایلي سیمو اخراجات به ۲۲۳ اربه روپۍ وي.
د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره 68.60 ملیارد ډالر ترلاسه شي: د مالیې وزیر
ده ووئيل چې د وفاق د ټېكس آمدن 570 ارب 90 كروړه روپۍ لګول شوې دې٬ د تېلو او ګازو رائلټي په مد كښې به وفاق څخه 31 اربه روپۍ ترلاسه كولې شي او د 208 اربه روپو گرانټ ترلاسه كولو توقع هم ده۔ د قبائيلي ضلعو لپاره د 208 اربه روپو گرانټ ترلاسه كولو توقع ده۔
د خزانې صوبائي وزير ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره به 68 ارب 60 كروړه روپۍ وركولې شي او 85 اربه روپۍ به د صوبائي ټېكسونو لپاره جمع كولې شي٬ په بجټ كښې د 93 اربه روپو بهرنۍ مرسته هم شامله كړې شوې٬ د نورو آمدن 212 اربه روپۍ ټاکل شوې دې.
د حکومتي کارکوونکو تنخواګانو لپاره 447.90 ملیارده
ده ووئيل د سركاري ملازمينو په تنخواګانو كښې 16 فيصده او پنشن كښې 15 فيصده زياتوالے رامخې ته كېږي٬ د تنخواګانو لپاره بجټ كښې 447.90 اربه روپۍ او د سركاري ملازمينو پنشن لپاره 107 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔
د صحت کارډ لپاره 25 اربه روپۍ بېلې كړې شوې
صوبائي وزير وويل د صحت بجټ کښي د تير کال په نسبت 55 اربه روپئ زياتي کړے شوي دي۔
ده ووئيل تېر كال د صحت كارډ په ذريعه د 800000 كسانو درملنه شوې وه، سږ كال د صحت كارډ لپاره 25 اربه روپۍ بجټ ساتلې شوې او د ځيګر ټرانسپلانټ پشمول د 5 نورو ناروغيو درملنه په صحت كارډ كښې شامله ده۔ د دې نه علاوه په بجټ کښې د مفتو دوايانو برابرولو لپاره لس اربه روپۍ بېلې کړې شوې دي۔