د لنډیکوتل معذوره کسانو په احتجاج لاس پورې کړې

لنډیکوتل کښې معذوره کسان احتجاج کوي.
باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل ټول معذوران په احتجاج لاس پورې کړې دې، دوی وایی چې دوی د یو شمیر مالي ستونزو سره مخ دي او چارواکو ددوی ستونزې نه هواروي.
د لنډي کوتل معذورو نن احتجاج کړے او غوښتنه ئي کړې ده چي د لنډي کوتل تحصيل کښي دي د دوي د مشکلاتو د حل لپاره يو سوشل ويلفيئر دفتر جوړ کړے شي۔
د معذورو کسانو یو نماینده انور جمال اوویل چې د دوی ستونزې ورځ په ورځ زیاتیږي او هیڅوک هم نه ددوی ستونزو هوارول لپاره ګامونه نه پورته کوي. دوی اوویل چې مونږ یوه اتحادیه جوړوو چې زمونږ د ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.
هغه اوویل چې هیڅ کومه حکومتي ادار او انتظامیه هم ددوی ستونزې نه هواروي او دوی به ددې ستونزو هوارولو لپاره بشپړه پلان جوړ کړي او په وخت په وخت به احتجاجونه هم وکړي.






