امیر خان متقي: ټولې نړۍ سره د متقابلو مثبتو او ښو اړیکو غوښتونکي یو
امیر خان متقي: ټولې نړۍ سره د متقابلو مثبتو او ښو اړیکو غوښتونکي یو
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، دوی د بهرنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي…
(2021/ 9 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، دوی د بهرنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او دغه راز یې له هېواده بهر د ټولو سفارتونو کارکوونکو ته هم ورته سپارښتنه کړې ده. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې دوی د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې لیوالتیا نه لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او دوی خپلو وعدو ته ژمن دي. متقي دغه راز څرګنده کړې چې د ا.ا.ا د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي. متقي زیاته کړې چې اوس ټول هېواد امن دی او هر ډول پانګونې ته زمینه مساعده ده. نوموړي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د یو میلیارد ډالرو بشري مرستې هرکلی کړی او مستحقو کسانو ته یې د رسولو ډاډ ورکړی دی.