ملګري ملتونه وايي افغانستان دمګړۍ د نړۍ په کچه له ناوړه وضعیت سره مخ دی

0
96

ملګري ملتونه وايي افغانستان دمګړۍ د نړۍ په کچه له ناوړه وضعیت سره مخ دی

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 6 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وايي افغانستان دمګړۍ د نړۍ په کچه له ناوړه وضعیت سره مخ دی. ملګرو ملتونو پر خپله ټوېټر پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د نړۍ په کچه ترینګلی دی او ددې جدي اړتیا ده چې له افغانانو سره مرسته وشي.

دوی ټینګار کړی چې افغانستان د خوراکي توکو او نورو بشري خدماتو له اړخه په ناورین کې دی او له دې ناورین د را ایستلو جدي اړتیا ده.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. دوی ټینګار کړی دی چې که پر وخت مرستې و نه شي نو ناورین به تر دې هم پراخ شي.

Leave a reply