ملګرو ملتونو پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان لۀ پامه ونۀ غورځوي

ملګرو ملتونو پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان لۀ پامه ونۀ غورځوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیکل شوي، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دي.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د پاللو لپاره میلیونونو افغانانو سره بشري مرستې وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیکل شوي، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دي
په دې ویډیو کې که څه هم ادعا شوې، چې سږ کال یې په ډېرو برخو کې بېوزلو افغانانو ته مرستې رسولي، خو داسې مهال چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه له ګواښ سره مخ دي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا هم په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه کوي.






