د اتحادي ګوندونو حکومت به ولې و نه چلیږي؟

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا دسیسه یوه مفروضه وه، یوه مفروضه ده او دا به په راتلونکي کښې ثابته هم شي. د عمران خان د حکومت د نسکورولو کریډیټ زرداري، نواز شریف، مولانا فضل الرحمن او بل هیچا ته نه رسیږي. دا کریډیټ د عمران خان دی او هیڅوک ی ترې نه شي اخیستلی.
دا خبرې او څیړنې د پاکستان یو وتلي خبریال او د الیکټرانیکي رسنیو اینکر سلیم صافي په خپل لیکل شوي بلاګ کښې لیکلي دي.

سلیم صافي وایی چې عمران خان خپل حکومت نسکورولو ته لاره هواره کړه، د هېواد اقتصاد او سفارت يې له منځه يووړ او د خپلو نور مشرانو ژوند ی هم تنګ کړې وو او هم دې له امله ی د حکومت د نسکورولو لار هواره شوه او د عمران خان حکومت نسکور کړې شول.
د دوی په خاطر د عدليې، ميډيا، نيب او د سيالو سياستمدارانو د لاسونو د تاوولو او تنګولو لړۍ ختمه شوه او د آئيني کردار پورې د ځان محدودولو فيصله وشوه. چې له امله یې د عمران خان حکومت سقوط وکړ او د ایتلافي حکومت جوړولو ته لاره هواره شوه.
نن ورځ ښاغلی زرداري هڅه کوي چې ځان د دې پروسې بادار ثابت کړي خو څوک نه پوهیږي چې د عمران خان حکومت د ښاغلي زرداري په برکت جوړ شوی او دوام لري.
دا زرداري و چې د بلوچستان د حکومت په ړنګولو کې یې د هغو ځواکونو په امر مهم رول ولوبولو.
بیا دا زرداري وو چې د سېنېټ په انتخاباتو کې یې له عمران خان سره یو ځای لوبه وکړه او د رضا رباني پر ځای یې صادق سنجرانی د سېنېټ مشر وټاکه. زرداري د هماغې معاملې لاندې سندهه ترلاسه کړه او عمران خان د ټول ملک واک ترلاسه کړو.
له همدې امله دوی په جعلي اسمبلۍ کې د ناستو لپاره لاره هواره کړه او بیا د دوی په تقلید مسلم لیګ (ن) او نور ګوندونه هم په جعلي اسمبلۍ کې ناستو ته اړ شول، دا په حکومت کې د کوم ګوند مشر نه دی بلکې پخپله عمران خان دی. .

اوس ميا شهباز شريف لومړی وزير شو. د سندهه حکومت ترڅنګ پيپلز ګوند او بيا جي يو آئی په وفاقي حکومت کې لويه برخه اخيستې ده. ایم کیو ایم هم برخه اخیستې ده، په داسې حال کې چې د ANP او د افتاب شیرپاو قومي وطن ګوند پرته نور ټول ګوندونه بلکې د شاه زین بګټي په څیر یو څو کسانو ته هم برخه په لاس راغلې ده.
سلیم صافي د اتحادي ګوندونو دا اسمبلي هم جعلي بللې ده، هغه وایی چې
بې له شکه چې د حکومت بدلون په اساسي قانون او دیموکراتیک ډول ترسره شو، خو دا اسمبلۍ اوس هم د پخوا په شان جعلي دي. د مشر په بدلیدو سره نه جعلي اسمبلۍ ریښتیا کیږي او نه جعلي نظام دوام موندلې شي.

Leave a reply