د کال 2022-23په بودیجه کښې په تیلو سبسډي کمه شوې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د شهباز شریف وزیراعظم د اتحادي ګوندونو حکومت له لوري پرون وفاقي بجټ وړاندې شوې ، بجټ کې د برېښنا او پټروليم په برخو کې سبسډي کمه شوې ده.

د تفصيلاتو ترمخه په کلنۍ بجټ کښې يو ځل بيا د کې اليکټرک لپاره 80 اربه روپو غټه سبسډي مختص کړې شوې ده۔

تېر کال بلوچستان کې د زرعي ټیوب ویلونو لپاره ۴۴ اربه روپۍ او پخوانۍ فاټا ته د بجلۍ ۷۶ اربه روپۍ سبسډي په مکمله توګه ختم کړل شوې ده.
د پټروليم په برخه کې سبسډي هم له 377 اربه روپو څخه 71 اربه روپو ته راکمه شوې ده په داسې حال کې چې په پټروليم مصنوعاتو سبسډي له 286 اربه روپو څخه 25 اربه روپو ته راکمه شوې ده.

د دې نه علاوه د بجلۍ په شعبه کښې سبسډي 502 اربه روپو ته په پام سره کمه کړې شوې او د 1072 اربه روپو نه 570 اربه روپو ته راکمه شوې ده.

د آئي پي پيز لپاره سبسډي 434 اربه روپو څخه 180 اربه روپو ته راکمه شوي ده.

Leave a reply