په سعودي کې مېشتو افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش دويم پړاو پيليږي

په سعودي کې مېشتو افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش دويم پړاو پيليږي
رياض کې د افغانستان سفارت ويلي چې تر دې مهاله يې د زرګونو افغان کارکوونکو د نقل معلومات پروسه بشپړه کړې ده. دا پروسه په ۲۰۱۶ کال کې سعودي عربستان ته د مخکني ولسمشر محمداشرف غني تر سفر وروسته پيل شوه.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سعودي کې مېشتو افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش دويم پړاو پيليږي.
په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي ويلي چې افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش لومړی پړاو په بشپړيدو دی او ډير ژر به یې دويم پړاو هم پيل شي.
د يادونې وړ ده چې په سعودي کې په زرګونو افغانان د پاکستاني پاسپورټونو په لرلو سره په خوارۍ غريبۍ بوخت دي چې په وروستيو کې ورته د افغاني پاسپورټونو د ورکړې په موخه د نقل معلومات په نوم پروګرام پيل شوی دی.
رياض کې د افغانستان سفارت ويلي چې تر دې مهاله يې د زرګونو افغان کارکوونکو د نقل معلومات پروسه بشپړه کړې ده. دا پروسه په ۲۰۱۶ کال کې سعودي عربستان ته د مخکني ولسمشر محمداشرف غني تر سفر وروسته پيل شوه.
د وخت چارواکو ويلي وو چې سعودي په يوه استثنايي پرېکړه کې ورسره منلې چې افغان کارګران به د افغاني هويت په توګه ومني او په افغاني پاسپورټونو به د کار ويزې او اقامې ورکړي.






