ایران د پخواني حکومت لسګونه پوځي تجهیزات ا.ا ته وسپارل

ایران د پخواني حکومت لسګونه پوځي تجهیزات ا.ا ته وسپارل
یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي دغه پوځي تجهیزات سپکې او درنې وسلې، هاموي ټانګونه، رینجر موټر، د اور وژنې موټر شامل دي تیره شپه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته انتقال شوي او د ا.ا چارواکو ته سپارل شوي دي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا حکومت د بهرنیو چارو وارت وايي، ګڼ شمېر پوځي وسایط او وسلې چې د پخواني حکومت د سقوط پر مهال ایران ته انتقال شوي وې له ایران څخه بیرته افغانستان ته انتقال شول.
یاد وزارت نن چهارشنبه ویلي دغه پوځي تجهیزات سپکې او درنې وسلې، هاموي ټانګونه، رینجر موټر، د اور وژنې موټر شامل دي تیره شپه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته انتقال شوي او طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.
د ا.ا حکومت د ایران دغه کار ستایلی او ویلي دي چې دې سره به د دوی او ایران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
د ایران حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.





