د سینیټ په غونډه کښې د دو سناتوران ترمینځ تود بحث شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ د سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د پي ټي آئي شبلي فراز او د مسلم ليګ ن افنان الله ترمېنځه تاودې خبرې او ځوابونه شوي دي۔
د سېنېټ د سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه د قائمه كمېټۍ د غونډې په پېل كښې د سناتور شبلي فراز او د كمېټۍ چيئرمېن سناتور افنان الله ترمېنځه د ترخې خبرو تبادله وشوه۔
سينيټر شبلي فراز وويل مونږ ته پته نۀ ده چې کله ايجنډا ليږل شوې وه، تاسو دمسلم ليګ(ن) استازي نۀ ياست، تاسو دکميټۍ چيئرمين ياست، چې په ځواب کې يې سينيټر افنان الله وويل چې تاسو دلته کيښنې او د دپي ټي ائي مشر ځان نه مه جوړوې.
ورسته د کميټۍ چيئرمېن اوويل چې د پي ايس کيو هيډکوارټرز تر اوسه اسلام آباد ته نه دې منتقل کړې شوې په کوم باندې چې سينيټر شبلي فراز اوويل چې کميټې په اکثريت سره د پي ايس کيو هيډکوارټر اسلام آباد ته منتقلولو منظوري ورکړې ده۔
د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت چارواکو کمیټې ته وویل چې که قانون تصویب شوی وي، د ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت ته خبر نه دی ورکړل شوی.
سناتور شبلي فراز وويل چې د پي ايس کيو سي اے د مشر د څوکۍ لپاره درې نومونه کابينې ته لېږل شوي خو تر اوسه يې کومه تقرر نه دى شوى.
د پي ټي آئي سينيټر وئيلي دي چي پي ايس کيو سي اے کښي مافيا موجوده ده کوم چي په اداري کښي څه بهتري نه غواړي۔






