کویټه ، ترافیکي پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان صوبې په قلعه سیف الله کښې په ملي لویه لاره د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ډي سي قلعه سيف الله حافظ قاسم کاکړ وينا ده چې د لورالائي څخه ژوب ته تلونکې مسافر وړونکې ګاړي د اخترزئي اډولا په سيمه کې کندې ته غورځيدلې چې له امله يې 10 کسان وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي.
حافظ قاسم کاکړ ویلي، چې وروسته په دې پېښه کې د ۱۲ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو، چې له دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون د مړو شمېر ۲۲ ته ورسېد.
د ډي سي قلعه سيف الله وينا ده چې د سختو غرونو له امله د مړو او ژوبلو را ايستل مشکل دي او په ټولو هسپتالونو کې بيړنى حالت اعلان شوى دى.






