امریکا: افغانستان نور د لومړۍ درجې ګواښونو په لېست کې نه دی
امریکا: افغانستان نور د لومړۍ درجې ګواښونو په لېست کې نه دی
امریکا وایي له دې وروسته افغانستان د دوی ملي امنیت ته د متوجه خطرونو د لېست په سر کې نه دی.
(2021 / 9 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا وایي له دې وروسته افغانستان د دوی ملي امنیت ته د متوجه خطرونو د لېست په سر کې نه دی. د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیرې آورېل هینز په تازه څرګندونو کې ویلي له دې وروسته افغانستان نه بلکې ځينې نور هېوادونه د امریکا ملي امنیت ته خطر دي. د نوموړې په خبره اوس لومړی درجه خطر د امریکا او نړۍ لپاره داعش ډله ده چې د تصور پر خلاف په افغانستان کې هومره نه خو په یمن، سومالي، عراق او سوریه کې فعالیت لري. هغې زیاته کړې امریکا به له دې وروسته پر دغه خطرونو تمرکز وکړي او هڅه به کوي خپل ملي امنیت ته متوجه خطرونه له منځه یوسي.