حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی
افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی.
(2021 / 9 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي دي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي. دده په خبره پاکستاني مشران هسې بځایه په افغانستان کې تحولاتو ته خوشاله دي په حقیقت کې دا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی چې د پاکستاني حکومت د لړزېدو سبب به شي. تر دې وړاندې نورو نړیوالو رسنیو هم ویلي وو چې پاکستاني طالبان دمګړی په پاکستان کې د یوه رښتیني اسلامي حکومت د جوړولو لپاره په فعالیت بوخت دي او هڅه کوي د اوسني حکومت پر ضد یې فعالیتونه پراخ کړي.






