ميدان وردګ؛ تربګنۍ کې کور ته اور اچول شوى

0
175

ميدان وردګ؛ تربګنۍ کې کور ته اور اچول شوى

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پېښه تاییدوي او وایي، دغه پېښه د سر زیان نه لري، خو د زیانونو له دقیقې ارزونې وروسته به له یادې کورنۍ سره مرسته وکړو.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

باختر اژانس وايي تېره ورځ د ميدان وردګ ولايت، د چک ولسوالۍ اړونډ د نېک پایقول سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا د سون توکو یوه ټولي ته اور اچول شوی، چی له امله یی د عبدالغفور په نوم د یو کس کور او د هغه وسایل په مکمله توګه سوځېدلي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پېښه تاییدوي او وایي، دغه پېښه د سر زیان نه لري، خو د زیانونو له دقیقې ارزونې وروسته به له یادې کورنۍ سره مرسته وکړو.

مسوولین د پېښې علت کلیوالي دښمنۍ او تربګنۍ په ګوته کوي.

Leave a reply