دا حکومت په مونږ د یو سازش لاندې مسلط کړې شوې دې: عمران خان په اپر دیر کښې وینا

0
116

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان تور لګولې چې حکومت د الېکشن کمېشن سره په ملګرتيا په ټاکنو کې درغلي کوي، شهباز شريف ډېر خفه دی، په مخ يې وېره ده، عمران خان ویلي دي چې که حکومت نه شي کولې نو سازشونه ولې کېږي؟

اپر دیر کښې یوې جلسې ته په وینا کښې عمران خان اوویل چې اسرائیل، امریکا او هندوستان په ګډه سازش کړی او مونږ باندې ی دا حکومت مسلط کړي دي، دې حکومت د پټرولو بیعه ۶۰ روپۍ زیاته کړې ده.

د پي ټي آئي چيئرمېن په دیر کښې عوامي غونډې ته وويل چې د اليکشن کميشن په مرسته په انتخاباتو کې درغلي کوي، ما د ۲۵م مې په شپه داسې ظلمونه نه دي ليدلي، دوی په پاکستان کې ترهه ګري خپروي او غواړي چې اولس له خپلو کورونو نه ووځي، هغه په ځوانانو غږ اوکړو چې ولاړ شه، هغه زیاته کړه چې هيڅکله به يې ونه مني.
خان اوویل زما مور او پلار په تحريک پاکستان کي برخه اخستي وه، د پي ټي آئي منشور د تحريک پاکستان او قرارداد پاکستان څخه اخستل شوي وو.ده ووئيل چې اوس شهباز شريف ډېر خفه دے، په مخ ی عجيبه وېره ده، شهباز شريف ووئيل چې كه دا هر څه د عمران خان له امله شوي نو عمران خان دې پاتې شي، زه له شهباز شريف څخه پوښتنه كوم چې ته حكومت نه شې کولې نو دا سازش ولې؟ شهبازشريف وايي سخت حالات دي نو سازش مه کوئ، دلته او هلته مه ځئ که سازش کوې نو بیان ترکيې ته مه ځئ او اقتصاد په لاس کې واخلئ، د بې طرفه کسانو دنده د هېواد دفاع ده، د هغه دنده دا ده چې د دې مداخلې مخه ی نیولې وې، هغه زیاته کړه چې مونږ به ددوی سره په کلکه مبارزه وکړو.

Leave a reply