اوکراین لۀ نړۍوالې ټولنې د جګړې درولو لپاره مرسته غوښتې

0
179

اوکراین لۀ نړۍوالې ټولنې د جګړې درولو لپاره مرسته غوښتې

د ريزنيکوف دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې امريکا او ګڼو لويديځو هيوادونو تر درې مياشتو ځنډ وروسته اوکراين ته د پرمختللو وسلو ورکړه پيل کړې او دغه راز يې د اوکرايني ځواکونو د تجهيز لپاره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پلانونه تصويب کړي دي.

 

(2022 / 6 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین د دفاع وزیر ويلي بايد ډير ژر خپل هيواد د روسيې له يرغله خلاص کړي او په وينا يې چې د دې کار لپاره د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

اولیکسي ریزنیکوف چې په سلواکیا کې یوې امنیتي غونډې ته د ویډیوکنفرانس له لارې وينا کوله ويلي، اوکرایني ځواکونه د خپل هېواد ازادولو ته ژمن دي خو په وينا يې چې دې موخې ته د رسېدو لپاره وسلو، ټانکونو، هوايي ځواک او د هوايي او سمندري بريدونو ضد وسلو ته اړتیا لري.

د ريزنيکوف دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې امريکا او ګڼو لويديځو هيوادونو تر درې مياشتو ځنډ وروسته اوکراين ته د پرمختللو وسلو ورکړه پيل کړې او دغه راز يې د اوکرايني ځواکونو د تجهيز لپاره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پلانونه تصويب کړي دي.

د اوکراين د ملي دفاع وزارت ويلي، کريملېن يې په هيواد کې د جګړې اوږدول غواړي او په وينا يې چې که دا کار وشي ټوله نړۍ به له ستونزو سره مخ شي.

Leave a reply