د پی آیی اې جعلي ډګرۍ لرونکي اهلکارو په ضد کاروایی پیل شوې
باغی ټي وي رپورټ
د پي آئي اے د 457 جعلي ډګرۍ لرونکي اهلکارو په ضد د قانوني کاروائي کولو لړۍ پیل شوې ده.
د باغي ټلویزیون د راپور له مخې، FIA د پاکستان د ملي هوايي شرکت PIA د ۴۵۷ کارکوونکو پر ضد چې په جعلي اسنادو تورن دي ، پلټنه ی پیل کړې ده.
د پي آئي اے د کومو ملازمينو ډګري جعلي دي او دوي پي آئي اے کښي کار کوي، باغي ټي وي د جعلي ډګریو لرونکي کسانو فهرست ترلاسه کړي دي او ايف آئي اے په دي اړه رسمي تحقيقات شروع کړي دي.
د راپور مطابق ايف آئي اے به د هغه محکمو نه هم تحقيقات کوي کومو چي دا اهلکار ګمارلي دي.
د جعلي سندونو لرونکي کسانو په ضد د کراچۍ ایف آی اې کارپوریټ سرکل پلټنه پیل کړې ده.
د پلټنو له مخې د جعلي درجو لرونکو کارکوونکو شمېر ۴۵۷ دی او دغه کارکوونکي د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ استخدام شوي وو.ایف آی اې ویلي چې د جعلي سندونو لرونکو دغو کارکوونکو پر ضد به د ایف آی اې د حکم په تعقیب کار کوي.
سپريم کورټ پي آئي اے ته حکم ورکړے وو چي د جعلي سندونو لرونکي ملازمينو خلاف دي کاروائي وکړي۔
ایف آی اې د هغو کارکوونکو په اړه هم تحقیقات کوي چې په جعلي سندونو یې کارکوونکي استخدام کړي او یا یې په کوم ډول استخدامولو کښې ی دوی سره مددد کړې دې.
ياده دي وي چي د پي آئي اے يو شمير ملازمين د جعلي سندونو له وجي له دوري نه هم برطرفه شوي دي د پي آئي اے ملازمينو هم عدالت ته رجوع کړي وه ولي عدالت دوي ته هيڅ قسمه ريليف نه دے ورکړے، د پي آئي اي ملازمينو درخواستونه مسترد کړے شوي دي۔
تاسو کولې شې چې د هغه کسانو لسټ ډانلوډ کړې چې ایف ایی اې ددوی د سندونو پلټنې کوي.
https://baaghitv.com/wp-content/uploads/2022/06/Document-224.pdf
………………………………………………