د قامي احتساب ادراې (نیب) مشر د خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ده

0
275

باغي ټي وي رپورټ

د قامي احتساب بيورو (نيب) چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې ده۔

سرچینې وایی چې د نيب چيئرمېن جسټس (ر) جاويد اقبال په اعزاز کښې د الوداع دستوره هم اوشوه۔

د نیب مرستیال مشر به د نیب اوسنی سرپرست مشر وي.د نېب درې كاله پوره كولو سره به بيا د نېب چيئرمېن نه شي جوړېدلے، د ترميم بل منظور كړې شو

ياده دې وي چې په 26م مئي 2022ء په قومي اسمبلۍ کې د قامي احتساب بيورو (نیب) آرډيننس 1999 کې د ترميم بل په اکثريت رايو سره منظور کړی شو.
د بل ترمخه د نيب چيئرمېن د درې کلنې دورې نه پس به هغه کس بيا د نيب چيئرمېن نه شي ټاکلې.

د نوي رییس د ټاکلو لپاره سلا مشورې د رییس د دورې له پای ته رسیدو څخه دوه میاشتې مخکې پیل کیږي او دا پروسه باید په 40 ورځو کې بشپړه شي.

د بل له مخې که د وزيراعظم او اپوزيشن ليډر ترمينځ اتفاق را نه غلو نو د مشر مقررولو معامله به پارلېماني کميټۍ ته ځي۔ پارليماني کميټي به په 30 ورځو کښې د نيب چيئرمين نوم خوښوي.

Leave a reply