تاجکستان او امریکا له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي

0
180

تاجکستان او امریکا له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي

په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي. دواړو لورو دلته په روان امنیتي، سیاسي او بشري وضعیت بحثونه کړي دي او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو اړتیا ده.

 

(2022 / 6 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تاجکستان او امریکا له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ تاجکستان ته تللی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي. دواړو لورو دلته په روان امنیتي، سیاسي او بشري وضعیت بحثونه کړي دي او ټینګار یې کړی چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو اړتیا ده.

تاجکستان ژمنه کړې چې په افغانستان کې د امنیت په ټامین او دغه راز له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره همکاریو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply