د جهادي کمانډر احمد شاه مسعود د قبر بیا رغونې کار مکمل شو

0
252

باغي ټي وي رپورټ
په ۶ ستمبر امارت اسلامی د پنجشیر کنټرول هم خپل لاس ته رواړو، د طالبانو او د پنجشیر مزاحمتي ګروپ ترمینځ جهګړا کښې د پخواني جهادي کمانډر قبر ته نقصان رسیدلې وو.

په ټولنیز رسنیو وس داسې تصویر خپور شوې چې ښکاري چې د روس خلاف مشهور جهادي کمانډراحمد شاه مسعود قبر د بیا رغونې کار مکمل شوې دې.
یاد دې وي چې د پنجشیر په جنګ کښې د احمد شاه مسعود قبر ته لږ نقصان رسیدلې وو او وس د امارت اسلامی افغانستان د طرف نه د قبر د بیا رغونې کار پیل شو چې وس مکمل شو او قبر په روغ حالت کښې دې.

Leave a reply