په افغانستان کښې به یوښه حکومتي نظام جوړ شي:منصور احمد
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په یو بیان کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې به یو ښه باثباته نظام راشي.
نوموړی ویلي دي چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت جوړیدو نه پس به یو ښه حکومتي نظام جوړ شي چې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان په شان تنظیمونه په دې هیواد کښې کامیاب نه شي.
د پاکستان سفیر دا بیان په داسې وخت کښې راغلې چې طالبانو په افغانستان کښې خپل ۳۳ رکني د وزیرانو حکومت اعلان کړي.
نن داسې تصدیق شوي خبرونه هم په رسنیو کښې خپاره شوچې د اقوام متحده عمله هم واپس افغانستان ته راغله او د بشري مرستو چاري ی پیل کړي دي.
نن د پاکستان سفیر منصور احمد په کابل کښې د یوناما مشرې سره هم لیدلي او په افغانستان کښې د بشري مرستو په شریکه مخکښې وړلو باندې زور ورکړې دي.