د نایجریا په يوې کليسا کې د ټیل ماټیل له کبله نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د نایجریا په يوې کليسا کې د ټیل ماټیل له کبله نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
دا په نايجريا کې د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې هم د انمبارا ښار په يوه کليسا کې د ټېل ماټېل له کبله ۲۴ تنه وژل شوي وو، وروسته په ۲۰۱۴ کال کې حکومتي دندو ته د يوې ازموينې پر مهال هم ورته پېښه شوې وه چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي ؤ.
(2022 / 5 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نایجریا په يوې کليسا کې د ټیل ماټیل له کبله نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نايجريا د پوليسو وياند ويلي، د ريورز ايالت په يوې کليسا کې د مرستو د وېش يوه پروګرام ته پرون په زرګونو خلک ور ټول شوي وو چې د بې نظمۍ او ټيل ماټېل له کبله پکې ۳۱ تنه مړه شوي او لږ تر لږه اووه نور ټپيان دي.
عیني شاهدانو ویلي چې په مړو کې یوه امینداره میرمن او ماشومان هم شامل دي. راپورونو کې ویل شوي چې د يو شمېر وژل شويو کسانو خپلوانو تر ټېل ماټېل وروسته د کليسا پر مسوولينو هم بريدونه کړي، خو دا راپورونه د پوليسو او کليسا له لوري نه دي تاييد شوي.
دا په نايجريا کې د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې هم د انمبارا ښار په يوه کليسا کې د ټېل ماټېل له کبله ۲۴ تنه وژل شوي وو، وروسته په ۲۰۱۴ کال کې حکومتي دندو ته د يوې ازموينې پر مهال هم ورته پېښه شوې وه چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي وو.
پوليسو ويلي چې د ټېل ماټېل د وروستۍ پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې چې جزيات به يې وروسته خپاره شي.






