ملګرو ملتونو ویلي چې د اوکراین جګړه کې لۀ ۴ زره ملکي وګړو ډېر وژل شوي دي 

0
40

ملګرو ملتونو ویلي چې د اوکراین جګړه کې لۀ ۴ زره ملکي وګړو ډېر وژل شوي دي 

په همدې حال کې ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ زیاته کړې ده چې اوکراین له لویدیځ څخه د لا ډېر وسله وال ملاتړ غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته مرستې ورسره ونه شي نو دونباس سیمه به هم د ماریوپول له برخلیک سره مخامخ شي.

 

(2022 / 5 /  29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو تازه ارقام ښیي چې د اوکراین جګړې له پیله تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د جګړې د دواړو لوریو په بریدونو کې تر څلور زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپور کاږي چې په یاده جګړه کې څلور زره او ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي چې له ډلې یې ۲۶۱ ماشومان هم دي.

په همدې حال کې ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ زیاته کړې ده چې اوکراین له لویدیځ څخه د لا ډېر وسله وال ملاتړ غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته مرستې ورسره ونه شي نو دونباس سیمه به هم د ماریوپول له برخلیک سره مخامخ شي.

د یادونې ده چې ماریوپول په دې وروستیو کې تر سختې جګړې او د زرګونو اوکرایني پوځیانو تر تسلمېدو وروسته د روسي ځواکونو لاس ته ولوېد.

Leave a reply