په خیبر کښې په پولیو کارکوونکو،او نور سرکاري اهلکارو ترهګریز بریدونه زیات شوي

فایل فوټو: مجاهد شاه شینواري، چې د پولیو کمپاین کارکوونکې وو، په لنډي کوتل سیمه کښې ماشومانو ته د پولیو څخه د ژغورنې قطرې ورکوي.
نصیب شاه شینواري
په ضلع خیبر کښې په سرکاري اهلکارو او د پولیو کمپاین په کارکوونکو باندې د تندروو او نور انتها خوښو د لاسه بریدونو زیات شوي دي.
د سرکاري سرچینو مطابق په ۲۷ م میی باندې هم د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د پولیو کمپاین په ټیم باندې د ناڅرګنده وسلی والو له لوري یو برید وشو.
د سرچینو مطابق په دې برید کښې د پولیو ټیم د امنیت لپاره ګمارل شوې یو امنیتي اهلکار عاقب وزیر په دې برید کښې ټپی شو.
په پولیو ټیم د ډزو کولو څخه روسته وسلی وال په تیښته کښې بریالي شو ولې
د پیښې پس په سیمه کښې دداسې پیښو له مله ځایی خلقو کښې سخت ډار خپور شوې دې.
په دې لنډ وخت کښې هم د لنډیکوتل په بازار ذخه خیلو سیمه کښې د پولیو کمپاین یو رضا کار د وسلی والو له خوا و تښتول شول او په ده باندې سخت تشدد وکړې شو.
د پولیو رضاکار چې د نوم نه څرګندولو په شرط ی اوویل چې وسلی والو په دوی باندې تشدد وکړو او سخت ګواښونه ی هم راکړل چې تاسو په پولیو کمپاین کې برخه اخلې.
د لنډیکوتل سیمې یو پخوانۍ پولیو رضا کار مجاهد شاه شینواري وایی چې په کال ۲۰۰۶ کښې مې په میرداد خیلو کښې د پولیو یو کارکوونکي په توګه دنده پیل کړه، هغه وایی چې بیا روسته ی د میرداد خیلو سیمې سپروایزر هم وټاکل شوم او د پولیو په کمپاین کښې مې ډیره په فعاله توګه برخه واخسته.
هغه وایی چې دې نه پس مې په پاک افغان پوله تورخم هم د پولیو کمپاین د سپروایزر په توګه دنده ترسره کړه، هغه وایی چې لکه څنګه چې په هغه وخت کښې هم پولیو کارکوونکي په نښه کیدلو نو وس هم ډار شته چې پولیو کارکوونکي په نښه کول پیل شوي دي او هم دغه وجه ده چې پریکړه مې کړې ده چې ددې سیمې کوم بهر هیواد ته لاړ شم چې ژوند مې وژغورل شي.
هغه اوویل چې نن سبا یو ځل بیا د پولیو کمپاین په کارکوونکو باندې بریدونه زیات شوي، زه هم نن سبا د ډیر زیات ذهني فشار او ډار ښکار شوې یم او زه نه غواړم چې خپل ژوند له لاسه ورکړم. هغه زیاته کړه او وې ویل غواړم چې کوم بهر هیواد ته لاړ شم چې زما ذهني فشار کم شي او ژوند مې وژغورل شي.






