پوهنې وزارت ویلي چې، د نجونو زده کړو د پیل لپاره ناستې دوام لري

0
171

پوهنې وزارت ویلي چې، د نجونو زده کړو د پیل لپاره ناستې دوام لري

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وو خو د ا.ا تر واکمنۍ وروسته له زده کړو د بې برخې ماشومانو د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

(2022 / 5 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د پوهنې وزارت ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي او دوی هڅه کوي چې د سواد زده کړې، دیني مدرسو او سیمه ییزو ټولګیو په رامنځته کولو سره ټولو افغانانو ځانګړې توګه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان له فارس اژانس سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیسلو لپاره ناستې دوام لري او ا.ا هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې هم دیني مدرسې جوړې کړي څو هیڅ افغان ماشوم له زده کړو محروم نه شي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي 

Leave a reply