وزیرخزانه د تیلو په نرخ کښې د نور زیاتوالي اشاره هم ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د نور زياتوالي اشاره کړې ده۔
د نوي پاکستان پروګرام کې د خبرو په مهال د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وويل چې په پټروليم مصنوعاتو سبسډي به نوره هم ختمه کړل شي.
مفتاح اسماعيل دا هم وويل چې د پټروليم سبسډي په فيصله کې ځنډ قومي خزانې ته د ١٣٥ اربه روپو تاوان رسولى دى.
مفتاح اسماعیل له روس سره د تیلو ارزانه معاملې ته په اشارې سره وویل چې د پي ټي ايي حکومت له روس سره کوم تړون نه دی کړی، د حماد اظهر د خط په اړه د ماسکو لخوا کوم ځواب نه دی راغلی خو نوی حکومت به هڅه کوي چې له روسیې څخه غنم واخلي او که روسیه ومومي. یوه لاره، ارزانه تیل به اخیستل کیږي.
له دې وړاندې په اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وزير مفتاح اسماعيل وئيلي وؤ چې دجون په مياشت کې به ائي ايم ايف سره يو تړون کيږي، درې اربه ډالره به مونږ ته راکړل شي او دنړيوال بينک څخه به يو ارب ډالر هم ترلاسه کړو.






