د پاکستان خارجه دفتر چارواکي په امریکا کښې زنداني عافیه صدیقي سره په اړیکه کښې دې ،لیدنې هم ورسره کوي: ویاند

0
234

باغي ټي وي ربورټ
د امریکا په زندان کې د ډاکټر عافیه صدیقي د موجودیت په اړه د خارجه دفتر رپورټ مخې ته راغلی دی

د بهرنیو چارو وزارت وايي، عافیه صدیقي ته د امریکا په فیډرل میډیکل سنټر کې ټیلیفون ته لاسرسی لري، عافیه صدیقي له خپلې کورنۍ سره د خبرو کولو بشپړه ازادي لري.

د پاکستان قونصل د عافیه صدیقي کورنۍ ته د هغې د روغتیا په اړه خبر ورکوي، دا معلومات یوازې د قونصلګرۍ له لارې ترلاسه کیږي، د پاکستان قونصلګرۍ یو ځل بیا عافیه ته د قونصلګرۍ د لاسرسي غوښتنه کړې، عافیه صدیقي له ۲۰۰۸ کال راهیسې د امریکا په ریاست ټیکساس کښې زنداني ده، حکومت د عافیې د خلاصون لپاره پرله پسې هڅې کړې دي اوی وس ی هم کوي.

پاکستاني چارواکو په وار وار دا موضوع له امریکايي چارواکو سره په هره کچه راپورته کړې ده.د عافیه صدیقي د حقوقي او بشري حقونو مسله له امریکايي چارواکو سره راپورته شوې ده.د عافیه صدیقي د حقونو په اړه په اسلام اباد او واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره خبرې شوې دي.
په هوسټن کې د پاکستان سفارت او قونصلګرۍ جنرال عافیه صدیقي د محاکمې، سزا او بند پر مهال ورسره تماس نیولی، په هیوسټن کښې د پاکستان کونصلګرۍ په هرو دریو میاشتو کې له عافیه صدیقي سره ملاقات کوي، د عافیه د خوندیتوب لپاره له فدرالي طبي مرکز سره په پوره تماس کې دي. د عافیه صدیقي او د هغې د کورنۍ سره د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

د پاکستان قونسل ته وروستی ځل د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۲۸مه عافیه ته لاس رسی ورکړل شوی وو.د قونسلګرۍ د سفر پر مهال ډاکټر عافیه له قونسل سره له خبرو کولو ډډه وکړه.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډاکټر عافیه د خلاصون په اړه د اسلام اباد هائی کورټ کې رپورټ جمع کړې.

ياده دې وي چې ډاکټره عافيه صديقي دا مهال د امريکا په زندان کې ده او په ۸۶ کاله بند محکومه شوې ده. د هغه مور او د کورنۍ نورو غړو په وار وار له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د هغه په خوشې کولو کې رول ولوبوي.

Leave a reply