د نورستان د نورګرام ولسوالي په ځنګلونو کې له دوو ورځو راهیسې اور لګېدنه روانه ده

0
185

د نورستان د نورګرام ولسوالي په ځنګلونو کې له دوو ورځو راهیسې اور لګېدنه روانه ده

له دې وړاندې د نورستان په واما ولسوالي کې هم اور لګېدلی و چې له دوو ورځو وروسته د سیمې د اوسېدونکو له لوري مهار شو. په دې اورلګېدنه کې د واما ولسوالي څو جریبه ځنګلونه سوځېدلي وو.

 

(2022 / 5 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون رسنیو ته ویلي چې له دوو ورځو راهیسې د نورګرام ولسوالي د «دره شام» سیمې په ځنګلونو کې اور لګېدنه روانه ده.

د نوموړي په وینا، تراوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

د نورستان د والي ویاند زیاته کړې چې له ننګرهار ولایت څخه د اور وژنې ډله سیمې ته رسېدلې او د سیمې د اوسېدونکو په همکاري هڅه کوي چې اور مهار کړي.

له دې وړاندې د نورستان په واما ولسوالي کې هم اور لګېدلی و چې له دوو ورځو وروسته د سیمې د اوسېدونکو له لوري مهار شو. په دې اورلګېدنه کې د واما ولسوالي څو جریبه ځنګلونه سوځېدلي وو.

Leave a reply