د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف پاکستان ته د پور له ورکولو ډډه کړې ده

د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف پاکستان ته د پور له ورکولو ډډه کړې ده
په ورته مهال د پاکستان د ماليې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، دوحه کې يې د ای ايم ايف له استازو سره ګټور مذاکرات کړي دي. هغه ويلي، ای ايم ايف له هغې سبسايډۍ سره مخالف دی چې د عمران خان حکومت د هوکړې پر خلاف اعلان کړې وه.
(2022 / 5 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پيسو نړيوال صندوق يا ای ايم ايف پاکستان ته د پور له ورکولو ډډه کړې ده.
په دې اړه د دواړو لورو تر منځ په دوحه کې مذاکرات روان وو، خو ظاهراً داسې ښکاري چې دا مذاکرات له کومې پايلې پرته پای ته رسيدلي دي.
ای ايم ايف د مذاکراتو له پای ته رسيدو وروسته په يوه اعلاميه کې ويلي، پاکستان د مخکنۍ هوکړې پر خلاف، د تېلو او برېښنا په بيو کې سبسايډي ورکوي. اعلاميه کې له پاکستانه غوښتل شوي چې راتلونکې بودجه کې دې د تېلو او برېښنا سبسايډي ختمه کړي.
په اعلاميه کې په دې اړه چې ای ايم ايف به کله پاکستان ته نور پور ورکوي، هيڅ نه دي ويل شوي.
په ورته مهال د پاکستان د ماليې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، دوحه کې يې د ای ايم ايف له استازو سره ګټور مذاکرات کړي دي. هغه ويلي، ای ايم ايف له هغې سبسايډۍ سره مخالف دی چې د عمران خان حکومت د هوکړې پر خلاف اعلان کړې وه.
اسماعيل ويلي، حکومت يې د پاليسيو اصلاح کولو ته ژمن دی او هيله لري چې ډير ژر په مالي برخه کې ثبات ته ورسيږي.





