کابل هوايي ډګر ته ښځې خپلو دندو ته راوګرځېدې
کابل هوايي ډګر ته ښځې هم خپلو دندو ته راوګرځېدې
تر سرحدي پولیسو وروسته کابل نړیوال هوايي ډګر ته ښځې هم بیرته خپلو دندو ته راوګرځېدې.
(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
تر سرحدي پولیسو وروسته کابل نړیوال هوايي ډګر ته ښځې هم بیرته خپلو دندو ته راوګرځېدې.
یادې ښځې کابل هوايي ډګر کې د ښځو د پلټنو دنده پر غاړه لري.
تېره ورځ کابل هوايي ډګر ته پخواني سرحدي ځواکونه خپلو دندو ته راغوښتل شوي ؤ او دندې يې پیل کړې.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي ؤ چې ټول نظامي ځواکونه به په تدریجي ډول خپلو دندو ته راغواړي.