شمالي کوریا لرې واټن وېښتونکی کروز توغندی ازمولی دی
شمالي کوریا لرې واټن وېښتونکی کروز توغندی ازمولی دی
شمالي کوریا وایي خپل پیاوړی او سټراټيژیک کروز توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی.
(2021 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
شمالي کوریا وایي خپل پیاوړی او سټراټيژیک کروز توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی. شمالي کوریا په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په بریالیتوب سره خپل نوی کروز توغندی ازمویلی دی او دا یې یوه بله مهمه او لویه لاس ته راوړنه ده. دا له ۲۰۱۷ کال راوروسته د شمالي کوریا لومړۍ ازموینه بلل کېږي. شمالي کوریا وایي چې دغه توغندی یې شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومټره واټن وهلی او هدف په نښه کولی شي. شمالي کوریا له امریکا سره تر اټومي مذاکراتو وروسته ژمنه کړې وه چې نور به توغندي نه ازمويي خو اوس وایي چې نړیوالو ورسره پر ژمنو عمل نه دی کړی، نو دوی هم خپل فعالیتونه له سره پيل کړي دي او د لا پیاوړو وسلو په ازمویلو او جوړولو لاس پورې کوي.