امریکا ویلي چې نړۍ پۀ یوه خوله پۀ ا.ا د وروستۍ پالیسۍ بدلولو غږ کړی

0
165

امریکا ویلي چې نړۍ پۀ یوه خوله پۀ ا.ا د وروستۍ پالیسۍ بدلولو غږ کړی 

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ا.ا له چارواکو غوښتي وو چې د ښځو او بشري حقونو له محدودوونکو پاليسيو دې لاس واخلي.

 

(2022 / 5 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ په یوه خوله د افغانستان له ا.ا غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو دې لاس واخلي.

ویسټ دا خبره په يوه ټويټ کې کړې او زياته کړې یې ده چې بشرپالي بايد له خنډ پرته د افغانستان خلکو ته لاسرسی ولري.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ا.ا له چارواکو غوښتي وو چې د ښځو او بشري حقونو له محدودوونکو پاليسيو دې لاس واخلي.

Leave a reply