ملګروملتونو ویلي چې افغانستان کې کابو ۶۵ سلنه کارخونو خپل کارګر لۀ دندو لرې کړي

0
199

ملګروملتونو ویلي چې افغانستان کې کابو ۶۵ سلنه کارخونو خپل کارګر لۀ دندو لرې کړي 

په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې د شخصي کاروبارونو ملاتړي دي او دا ددغه هېواد د ودې لپاره مهم بولي، نو له همدې امله تمه لري چې په افغانستان کې د کاروبار لپاره زمینه لا ډېره برابره شي او روان ناوړه اقتصادي وضعیت پای ته ورسېږي.

(2022 / 5 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې ډېری فابریکو او شرکتونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي دا چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شو، نو ډېری فابریکې اړ شوې څو خپل کارکوونکي لرې کړي چې دې مسئلې ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو بهیر چټک کړ.

دغه اداره وایي نږدې ۶۵ سلنه شرکتونو او فابریکو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي چې دا د افغانستان اقتصاد ته یوه بله ضربه ګڼل کېږي.

Leave a reply