پاکستان غواړي له افغانستان سره نور بندرونه او دروازې هم پرانیزي

0
93

پاکستان غواړي له افغانستان سره نور بندرونه او دروازې هم پرانیزي

پاکستان داسې مهال پر فرضي کرښه د دروازو د جوړولو تابیا کوي، چې دا کرښه هېڅ حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې او پاکستان پر دې فرضي کرښه ددغه ډول رسمي اقداماتو حق نه لري.

 

(2022 / 5 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان غواړي له افغانستان سره نور بندرونه او دروازې هم پرانیزي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان ویلي چې دوی د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره له افغانستان سره ګڼې نورې دروزاې هم پرانیزي.

نوموړي خبر ورکړی چې تازه د چترال او کونړ او کوزې درې او کونړ ترمنځ دوې نوې دروازې هم جوړې شوې دي چې د خلکو تګ راتګ به اسانه کړي.

پاکستان داسې مهال پر فرضي کرښه د دروازو د جوړولو تابیا کوي، چې دا کرښه هېڅ حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې او پاکستان پر دې فرضي کرښه ددغه ډول رسمي اقداماتو حق نه لري.

دمګړی د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګڼې دروازې فعالې دي چې ډېره ګڼه ګوڼه بیا د سپین بولدک- چمن او تورخم پر دروازو وي.

Leave a reply