ایرو ایشیا پۀ یوه مقاله کې ویلي چې، افغانستان سره تعامل د نړۍ پۀ ګټه دی

ایرو ایشیا پۀ یوه مقاله کې ویلي چې، افغانستان سره تعامل د نړۍ پۀ ګټه دی
سرچینه کاږي غربي هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې ودرېږي ځکه ددغه هېواد ثبات یوازې د سیمې او ګاونډیانو لپاره مهم نه دی بلکې ټولې نړۍ ته د ارزښت او اهمیت وړ دی.
(2022 / 5 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ثبات د سیمې په ګډون د غرب په ګټه هم دی. ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت له امله رامنځ ته شوی بدلېدونکی حالت به د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.
سرچینه کاږي غربي هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې ودرېږي ځکه ددغه هېواد ثبات یوازې د سیمې او ګاونډیانو لپاره مهم نه دی بلکې ټولې نړۍ ته د ارزښت او اهمیت وړ دی.
سرچینې د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او له دغه هېواد سره تعامل ته ادامه ورکړي څو دلته دایمي ثبات او اقتصادي وده رامنځ ته شي.





