پاکستان د کمو او محدودو وسایلو پرته افغانستان سره مرستې کوي: د پاکستان وزیر خارجه

0
232

باغی ټي وي رپورټ
د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري په نيويارک کې د خوراکي موادو د تحفظ لپاره د ګلوبل فوډ سيکورټي کال ټو ايکشن کانفرنس ته په وينا کښې ویلي دي چې پاکستان د کورونا او د موسمي بدلون له ننګونو سره مخ دی.

ده ووئيل پاكستان د موسمي بدلون له وجې تر ټولو زيات ځپلو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے په داسې حال كښې چې نړۍ هم د موسمي بدلون او د خوراکي موادو د كمي په څېر ستونزو سره مخ ده نو د خوراک تحفظ لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔

هغه وويل پاکستان غواړي په سيمه اؤ ټوله نړۍ کې دخوراک په بحران کې کردار ادا کړي.بلاول بهټو زرداري وويل چې جهګړې نړۍ تباه او جلا کوي، هغه اوویل چې دا وخت په نړۍ کښې يووالي ته سخته اړتيا ده، هغه زیاته کړه چې نوى نسل د نړۍ د يووالي لپاره مشرانو ته ګوري چې هغوی څه کوي.
بلاول اوویل چې نړۍ بايد د کورونا په وبا کې يو موټى شوى واى، د دې وبا په وړاندې د ګډو هلو ځلو ضرورت دى. د نري رنځ له منځه وړل، پداسې حال کې چې د کورونا وایرس واکسین باید یو نړیوال حق وګڼل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري زیاته کړه چې پاکستان د بشري خواخوږۍ له مخې له افغانستان سره مرسته کوي او زیاته یې کړه چې د محدودو منابعو او وسایلو پرته مونږ له افغانستان او اوکراین سره بشري مرستې کړې دي.
له دې وړاندې دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس او دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ صدر عبدالله شاهد سره هم ولیدل. د راپورونو له مخې بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د خپلو ملاقاتونو پر مهال په مقبوضه کشمیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو مسله هم راپورته کړه او غوښتنه یې وکړه چې دا لانجه دې د کشمیر د امنیت شورا د قراردادونو او د کشمیر د خلقو د هیلو له مخې هواره شي.

Leave a reply