ملا برادر پر افغان پانګوالو غږ کړی چې هېواد ته راستانۀ شي

ملا برادر پر افغان پانګوالو غږ کړی چې هېواد ته راستانۀ شي
نوموړي دغه راز یو ځل بیا د روانو ناخوالو او ستونزو پړه پر تېرې ادارې اچولې ده او زیاته کړې یې ده، کله چې دوی کابل ته راغلل هر څه ګډوډ وو او هیڅ شی هم په خپل حال نه و پاتې چې ښه بېلګه یې د کابل نړیوال هوایي ډګر دی.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په اقتصادي چارو کې د ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په متحده عربي اماراتو کې له افغان پانګوالو غوښتي چې راشي او په ډاډه زره په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
نوموړي په اماراتو کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، افغان پانګوال چې په افغانستان کې په هره برخه کې غواړي پانګونه وکړي زمینه ورته مساعده ده او کولی شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
نوموړي دغه راز یو ځل بیا د روانو ناخوالو او ستونزو پړه پر تېرې ادارې اچولې ده او زیاته کړې یې ده، کله چې دوی کابل ته راغلل هر څه ګډوډ وو او هیڅ شی هم په خپل حال نه و پاتې چې ښه بېلګه یې د کابل نړیوال هوایي ډګر دی.
ملا برادر د خپلو خبرو پر دوام د هغو هېوادونو له مرستو او همکاریو هم مننه کړې ده چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره کړې دي.