د م،م ځانګړی راپور جوړوونکی د بشري وضعت د څار لياره افغانستان ته راغلی

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی به د خپلواک کارپوه په توګه د مدني ټولنې او نړیوالو بنسټونو او ډېپلوماتیکو استازولیو له غړو سره هم وګوري.
هغه به خپلې موندنې د روان کال په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې او د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې وړاندې کړي.
(2022 / 5 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ريچارډ بېنېټ افغانستان ته را لېږلی چې دلته د بشري حقونو وضعيت وارزوي.
بېنېټ به د افغانستان د ا.ا له چارواکو او ګڼو نورو لوریو سره هم وګوري او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې به ترې مرسته وغواړي.