کندهار کې د یوې خیریه بنسټ د مشرې په کور د طالبانو چاپې خلک اندېښمن کړي دي

0
169

کندهار کې د یوۀ خیریه بنسټ د مشرې په کور دطالبانو چاپې خلک اندېښمن کړي دي

کندهار ولایت اړوند درییمې حوزې سره تېره شپه طالبان د یوۀ خیریه بنسټ مشرې کور ته دننه شوي، هغه یې وهلې او ورونه یې له ځان سره وړي دي.

 

(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

کندهار ولایت اړوند درییمې حوزې سره تېره شپه طالبان د یوۀ خیریه بنسټ مشرې کور ته دننه شوي، هغه یې وهلې او ورونه یې له ځان سره وړي دي.

تېر ماسخوتن ناوخته دهیله خیربه بنسټ د مشرې ډاکټر فهیمې رحتمي په کور طالبان دننه شوي، نوموړې یې وهلې او ورونه یې له ځان سره وړي دي، د طالبانو دغې چارې د عامو خلکو اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی ؤ چې هېڅ طالب د چا کور ته د دننه کېدو اجازه نلري.

Leave a reply