پاکستان سټاک ایکسچینج په ښکته روان دې، ډالر هم خپل اوچت الوت ته دوام ورکړې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج (PSE) خپل د ښکته کیدو رجحان ته دوام ورکوي پداسې حال کې چې امریکایی ډالر هم خپل الوت ته په ډیر لوړوالی دوام ورکړې او نور هم لوړ شوې دې.
د سوداګریزې اونۍ په پیل کښې، ورځ په کمښت سره پیل شوه او په یو وخت کې د 100 انډیکس له 1100 څخه پواینټس زیات ټیټ شو او له 42300 څخه کم تجارت ی وکړو.
بل خوا د ډالر بیعه هم ورځ تر ورځ لا پورته روانه ده او په انټربینک بازار کې د ډالر بیعه هم د ۴۷ پیسو زیاتوالي سره د یو ډالر قیمت په پاکستاني روپو کې ۱۹۴ روپۍ ته پورته شوې ده.
تيره ورځ يو بيان کښې د خزانې پخواني وزير شوکت ترين په حکومت نيوکه کړې وه او وئيلي وو چې حکومت هيڅ اقتصادي پاليسي نه لري، مفتاح اسماعيل دلته او هلته خبرې کوي او په بازار کې یو غیر یقیني صورت حال دې.





