د امریکا په کلیفورنیا کې په یوه کلیسا کې وسله وال برید شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د امریکا په کلیفورنیا کې په یوه کلیسا کې وسله وال برید شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
رسنۍ همدا رازوايي چې یو کس په سطحي توګه ټپي شوی دی خو د څلورو نورو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. امنیتي سرچینې وایي چې تر برید لږ وروسته یې د بریدګر یو بل مسلح ملګری نیولی دی خو د اصلي بریدګر په نیولو نه دي بریالي شوي.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا په کلیفورنیا کې په یوه کلیسا کې وسله وال برید شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ځايي امنیتي سرچینې وایي چې وسله وال کس د بوډاګانو پر یوه کلیسا برید کړی دی او په دې برید کې یې یو کس وژلی او پنځه نور سخت ټپيان دي.
رسنۍ همدا رازوايي چې یو کس په سطحي توګه ټپي شوی دی خو د څلورو نورو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. امنیتي سرچینې وایي چې تر برید لږ وروسته یې د بریدګر یو بل مسلح ملګری نیولی دی خو د اصلي بریدګر په نیولو نه دي بریالي شوي.
په وروستیو کې په امریکا کې دغه ډول بریدونه ډېر شوي دي. همدا تېره ورځ په نیویارک کې یوه وسله وال کس په پلورنځي کې پر خلکو ډزې کړې وې او لس کسه یې وژلي وو.




