په هیواد کې په ښکاره ډول کورنۍ جهګړې ته بلنه ورکول کیږي:په ټولنیزو رسنیو د عام وګړو غبرګون

0
162

باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې د پاکستان په ریاستي ادارواو ملي فوځ د سیاسي مشرانو څخه بې ځایه نیوکې روانې دې او په پاکستان کښې د کرکې یوه فضا قایمه شوې ده یو شمیر داسې پاکستاني وګړو هم ددې نفرت او کرکې څخه ډک بیانونو ته غبرګون ښودلې دې.
د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان یو خبریال عمر وزیر په خپل ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې دې، هغه د جنګ او په ملک ې د بدامنې او ګډوډې خپرولو په ضد دې او په خپل پوسټ کې څه داسې وایی.

هغه وایی چې نن سبا په هیواد کښې په ښکاره توګه کورنۍ جګړې ته بلنه ورکول کیږي، د حکومت حاکمیت ننګول کیږي، د هیواد امنیت په خطر کې دی.
هغه وایی چې د واک لپاره باید کورنۍ جګړې او فسادونه ته بلنه ور نه کړل شي.
هغه وایی چې هېواد نور بحران نه شي زغملی، اساسي قانون باید مراعات شي، ټول مشران دې د ولس د ستونزو حل ته پام وکړي، د یو بل پر ضد له کرکې او نفرت څخه دې ډډه وکړي، هغه وایی او زیاتوي که داسې و نه شي نو د هېواد پر اقتصاد او ددې هیواد په غریبه او بې وزله اولس به ی ډیره بده اغیزه وشي.

Leave a reply