سعودي څخه د امریکایي رادارو ایستل کیدو اندیښنې پیدا کړې

0
96

سعودي څخه د امریکایي رادارو ایستل کیدو اندیښنې پیدا کړې

امریکا له سعودي عربستان څخه خپل پاتریات هوا ضد توغندي او ډېر پرمختللی رادار سیستم ایستلی دی.

 

(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)

امریکا له سعودي عربستان څخه خپل پاتریات هوا ضد توغندي او ډېر پرمختللی رادار سیستم ایستلی دی. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې امریکا ریاض ته نږدې د شاهزاده سلطان له هوايي اډې خپل دفاعي سیستمونه وړي دي. په راپو کې ویل شوي، په داسې حال کې چې لا لسګونه زره امریکايي پوځیان په عربي هېوادونو کې شته، د اسیا له لوري امریکا ته ګواښونه پر خپل حال دي او له هغو سره د مقابلې لپاره د هوايي دفاع رادار ته اړتیا ده، د امریکا عرب متحدان د واشنګټن د نورو اقداماتو په اړه اندېښنه لري. د دوی اندېښنه په دې هم زیاته شوې چې امریکا له افغانستانه ناببره خپل ځواکونه وایستل.

Leave a reply